۰

ننګرهار کې ۳۲ طالبانو او داعشیان وژل شوي دي

یکشنبه ۲۱ میزان ۱۳۹۸ ساعت ۱۳:۵۲
ملي دفاع وزارت په ننګرهار ولایت کې د افغان او بهرنیو ځواکونو په ګډو عملیاتو کې د ۳۲ طالبانو او داعشیانو د وژل کېدو خبر ورکړی دی.
ننګرهار کې ۳۲ طالبانو او داعشیان وژل شوي دي
ملي دفاع وزارت په ننګرهار ولایت کې د افغان او بهرنیو ځواکونو په ګډو عملیاتو کې د ۳۲ طالبانو او داعشیانو د وژل کېدو خبر ورکړی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دفاع وزارت مرستیال ویاند فواد امان وايي، له تېرو څو ورځو راهیسې ننګرهار په ناامنه ولسوالیو کې د افغان ځواکونو عملیات روان دي، چې بهرني ځواکونه یې هم ملاتړ کوي.

نوموړي زیاته کړې، چې د دغه عملیاتو په ترڅ کې یوازې تېره شپه په پچیراګام ولسوالۍ کې د هوايي برید پر مهال ۱۶ داعشیان وژل شوي دي.

دغه راز هغه وایي، په همدې شپه په خوګیاڼو ولسوالۍ کې په ګډو عملیاتو کې ۱۶ وسله وال طالبان هم وژل شوي دي.
 
په ورته وخت د ننګرهار ولایت له مطبوعاتي دفتره خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې تېره شپه خوږیاڼو ولسوالۍ کې د عملیاتو پر مهال د طالبانو د سرې قطعې ۱۲ غړي وژل شوي او درې موټر یې له منځه وړل شوي دي.

طالبانو او داعش په دې اړه څه نه دي ویلي.

جمهورخبري آژانس:ننګرهار
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي