۰
تاجکستان او ازبکستان:

د افغانستان بد امنیتي وضعیت به پر مرکزی اسیا هم اغېز وکړي

یکشنبه ۲۱ میزان ۱۳۹۸ ساعت ۱۱:۱۲
د تاجکستان او ازبکستان ولسمشرانو د افغانستان په روان امنیتي وضعیت اندېښنه ښودلې ویلي یې دي، چې د دغه هېواد بد امنیتي وضعیت به پر ټوله مرکزي اسیا ناوړه اغېر وکړي.
د افغانستان بد امنیتي وضعیت به پر مرکزی اسیا هم اغېز وکړي
د تاجکستان او ازبکستان ولسمشرانو د افغانستان په روان امنیتي وضعیت اندېښنه ښودلې ویلي یې دي، چې د دغه هېواد بد امنیتي وضعیت به پر ټوله مرکزي اسیا ناوړه اغېر وکړي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې امام علي رحمان او شوکت میرزایوف دغه څرګندونې د مشترک المنافع هېوادونو په ناسته کې کړې دي.

د مشترک المنافع هېوادونو ناسته وړمه ورځ جمعه د تلې ۱۹ مه پیل شوې وه، چې پرون شنبې د تلې ۲۰ مه په حاشیوي لیدنې پای ته ورسېده.

په دغه ناسته کې د نورو موضوعاتو تر څنګ د افغانستان پر امنیتي وضعیت هم خبرې وشوې او په کې د افغانستان د اوسني وضعیت او د سیمې پر امنیت یې د اغېز په تړاو اندېښنه وښودل شوه.

د تاجکستان ولسمشر امام علي رحمان خبرداری ورکړی چې مشترک المنافع خپلواک هېوادونه دې د سیمه ییزو امنیتي ګواښونو په تړاو متوجه اوسي.

د هغه په وینا د سیمې له ځینو هېوادونو څخه د ترهګرو لمن ته تللي کسان چې بېرته خپلو هېوادونو ته ورګرځېدلي، باید د افراطي افکارو او ایډیولوژیو په تړاو تر جدي څار لاندې ونیول شي، ترڅو دا افکار خپاره نه کړي.

ښاغلي امام علي رحمان د افغانستان د وضعیت په تړاو هم کلکه اندېښنه وښوده او زیاته یې کړه احتمال شته چې د افغانستان وضعیت پر مرکزي اسیا هم تاثیر وکړي.

په ورته وخت کې د ازبکستان ولسمشر شوکت میرضیایف و ویل، چې د ترهګرۍ پر ضد مبارزه د استخباراتي معلوماتو د شریکولو په برخه کې له همکارۍ پرته ناشونې ده.

نوموړی هم وايي، ازبکستان د افغانستان بدلونون ته خورا اندېښمن دی، ځکه د افغانستان د شمال وضعیت مستقیما پر منځنۍ اسیا تاثیر کوي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي