سیمه ییز امنیتي چارواکي وايي، افغان ځواکونو په تخار ولایت کې د وسله والو طالبانو د سوق او ادارې یو مهم مرکز نیولی دی.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د تخار امنیه قوماندان سید معراج الدین سادات زیاتوي، چې د طالبانو دغه مهمه اډه او مرکز د تخار د ینګي کلا ولسوالۍ په شهر کهنه سیمه کې موجود و.
د هغه په وینا دغه ځای له تېرو څلورنیمو کلونو راهیسې د طالبانو په لوکه کې و او هلته یې یو د سوق او ادارې یو مهم مرکز جوړ کړی وو، چې افغان ځواکونو ترې ونیوه.
نوموړي زیاتوي، چې پر دغه مرکز د افغان ځواکونو په عملیاتو کې ۱۰ وسله وال طالبان وژل شوي او ۸ نور ټپیان شوي دي.
د تخار امنیه قوماندان وایي، د شهر کهنه تر څنګ په دې عملیاتو کې پنځه نور لوی کلي هم د طالبانو له شتون څخه په مکمل ډول پاک کړل شوي دي.
خو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
جمهورخبري آژانس:تخار