۰

کاپیسا کې د طالبانو یو مهم مشر وژل شوی دی

یکشنبه ۲۱ میزان ۱۳۹۸ ساعت ۰۹:۳۳
سیمه ییز امنیتي چارواکي وايي، کاپیسا ولایت کې د وسله والو طالبانو یو مهم مشر له څلورو نورو ملګرو سره یو ځای وژل شوی دی.
کاپیسا کې د طالبانو یو مهم مشر وژل شوی دی
سیمه ییز امنیتي چارواکي وايي، کاپیسا ولایت کې د وسله والو طالبانو یو مهم مشر له څلورو نورو ملګرو سره یو ځای وژل شوی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د کاپیسا د امنیه قوماندانۍ ویاند عبداشایق ویلي، د طالبانو دغه مهم مشر قاري ربیع الله نومېږي.

د هغه په وینا قاري ربیع الله او څلورو نور ملګري یې تېره شپه د کاپیسا په اله سای ولسوالۍ کې د افغان کمانډو ځواکونو په عملیاتو کې وژل شوي دي.
 
دغه راز د کاپیسا د امنیه قوماندانۍ ویاند زیاته کړې، چې پر دې سربېره د کمانډو ځواکونو په عملیاتو کې دوه نور طالبان هم ژوندي نیول شوي دي.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي