۰

د میدان وردګو د جغتو ولسوال په کابل کې وژل شوی

یکشنبه ۲۱ میزان ۱۳۹۸ ساعت ۰۹:۲۶
د میدان وردګو ولایتي شورا تایید کړې، چې د دې ولایت د جغتو ولسوالۍ ولسوال راز محمد پلازمېنه کابل کې وژل شوی دی.
د میدان وردګو د جغتو ولسوال په کابل کې وژل شوی
د میدان وردګو ولایتي شورا تایید کړې، چې د دې ولایت د جغتو ولسوالۍ ولسوال راز محمد پلازمېنه کابل کې وژل شوی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د میدان وردګو ولایتي شورا وایي، پر ولسوال راز محمد پرون شنبې د تلې ۲۰ مازیګر مهال د کابل ښار د شپږمې امنیتي حوزې اړوند د کوټي سنګي په له ګڼې ګوڼې ډکه سیمه کې ناپېژانده وسله والو برید کړی دی.

د یادې شورا په وینا ولسوال په خپل موټر کې و، چې وسله والو پرې ډزې کړې، وژلی یې دي او برید کوونکي له سیمې په تېښته بریالي شوي دي.

د کابل امنیتي چارواکو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي، خو عیني شاهدان هم وايي، پرون مازیګر د کوټې سنګې په سیمه کې یو کس د وسله والو تر برید لاندې راغی او و وژل شو.

طالبانو د دغه برید مسوولیت منلی او طالب ویاند ذبیح الله مجاهد په خپل ټوېټر لیکلي، چې د دوی کسانو د میدان وردګو ولایت د جغتو ولسوال راز محمد په کوټه سنګي کې وژلی دی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي