۰
کورنیو چارو وزارت:

د غیرقانوني وسلو او وسایطو د ټولولو لړۍ به دوام لري

شنبی ۲۰ میزان ۱۳۹۸ ساعت ۱۴:۳۳
د کورنیو چارو وزارت وايي، د پلازمېنې کابل په ګډون به په ټولو ولایتونو کې د غیر قانوني وسلو او وسایطو د ټولولو لړۍ دوام ولري.
د غیرقانوني وسلو او وسایطو د ټولولو لړۍ به دوام لري
د کورنیو چارو وزارت وايي، د پلازمېنې کابل په ګډون به په ټولو ولایتونو کې د غیر قانوني وسلو او وسایطو د ټولولو لړۍ دوام ولري.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې کورنیو چارو وزارت نن شنبې د تلې ۲۰ مه خپره کړې خبرپانه کې ویلي، د کورنیو چارو وزارت مشرتابه ټولو قدمو ته امر کړی، چې د کابل په ګډون ټولو ولایتونو کې له غیر مسووله وسله والو غیرقانوني وسلې او وسایط ضبط کړي.

سرچینې زیاته کړې، چې له تېرې ورځې راهیسې د ملي پولیسو ځانګړو ځواکونو له نورو امنیتي ځواکونو سره یوځای د کابل ښار په بېلابېلو برخو کې د تلاشۍ تمځایونه جوړ کړي دي.

په خبرپاڼه کې ویل شوي د دغه تلاشیو په ترڅ کې ګڼ شمېر غیرقانوني او بې اسناده وسلې او وسایط ضبط شوي دي.

دغه راز کورنیو چارو وزارت ویلي، د ملي پولیسو د ځانګړو ځواکونو د تلاشۍ تمځایونو په لړ کې د ۱۴۳ تورو ښیښه لرونکو زرهي وسایطو ښیښې پاکې او ۳۱ عراده بې اسناده وسایط قید او ضبط شول.

خبرپاڼه وايي،ځانګړو ځواکونو له غیر مسووله وسله والو ۲۵ جوړې نظامي یونیفورم، یو پایه جمَر (د سېګنال شلوونکې آله) او ګڼ شمېر وسلې هم ضبط کړې دي.

کورنیو چارو وزارت له ټولو هېوادوالو غوښتي، څو د تورو ښیښه لرونکو وسایطو د پاکونې او غیرقانوني وسلو او وسایطو په ضبط کې له خپلو ملي پولیسو سره همکاري وکړي.

وزارت ټینګار کړی، چې د غیرقانوني وسلو او وسایطو د ضبط او همداراز د تورو ښیښه لرونکو وسایطو د پاکونې لړۍ به په کابل او ټولو ولایتونو کې دوام لري.

کورنیو چارو وزارت دغه څرګندونې پر داسې مهال کوي، چې تېره شپه یې د همدې موضوع پر سر د ولسي جرګې د ځینو غړو سره شخړه راغلې ده.

د پولیسو او وکیلانو تر منځ تېره شپه د ګمرک په سیمه کې هغه مهال شخړه رامنځ ته شوه، چې پولیسو د یوه وکیل د موټر د تورو ښيښو پاکولو هڅه کوله، خو دغه وکیل او ساتونکو یې مخالفت کاوه.

د دغه ماجرا تر رامنځ ته کېدو وروسته ځینې نور وکیلان هم سیمې ته ورغلي او د هغه وکیل ملاتر یې کړی، چې پولیسو یې د موټر ښيښې پاکولې.

د پولیسو او وکیلانو تر منځ لانجه دومره غټه شوې وه، چې وکیلانو په نیمه شپه کې د کورنیو چارو سرپرست وزیر مسعود اندرابي جرګې ته ورغوښتی وو او بېړنۍ غونډه یې کړې وه.

وزیر وکیلانو ته ویلي، د پولیسو دنده د قانون پلي کول دي او له به له توپیر پرته د ټولنې پر ټولو غړو تطبیقوي، خو وکیلانو د دوی او د دوی د موټر تلاشي او درول ځان ته سپکاوی وباله او د وزیر پر خبرو یې قناعت نه دی.

وکیلانو له سرپرست وزیر مسعود اندرابي غوښتي، چې له قید و شرط پرته د کورنیو چارو امنیتي مرستیال خوشحال سادات له دندې لرې کړي.

د وکیلانو او پولیسو تر منځ لانجې او د وکیلانو له خوا د سرپرست وزیر ورغوښتلو او د خوشحال سادات د لرې کولو غوښتنې په خوله رسنیو ګڼ غبرګونه راپارولي او د پولیسو د دې کار کلک ملاتړ یې کړی دی.

د خواله رسنیو کارکوونکو لیکلي، چې جنرال سادات او نور امنیتي ځواکونه یوازې نه دي، بلکې ولس یې تر شاه ولاړ دی او د کار یې کلک ملاتړ کوي.

دوی وکیلان په دغه او له دې وړاندې ورته پېښو ته په اشارې وکیلان ملامت بللي او ځینې وکیلان یې تورن کړي، چې خپله فساد کې تر ستوني غرق دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي