د امریکا دفاع وزارت وايي، د سعودي عربستان د دفاع لپاره به زرګونه پوځیان او پوځي تجهیزات دغه هېواد ته ولېږي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د امریکا دفاع وزیر مارک اېسپر ویلي، ټاکل شوې، چې ۳ زره نور امریکايي پوځیان سعودي عربستان ته ولېږل شي.
نوموړي ویلي، د دې تر څنګ به دا ځل امریکا جنګي الوتکې او توغنديي ضد سیستم هو په سعودي عربستان کې ځای پر ځای کړي.
د امریکا د دفاع وزیر په وینا دا د هغو هڅو یوه برخه ده، امریکا غواړي سعودي عربستان د ایران له ګواښونو او تېري پر وساتلي.
امریکا دغه اقدام وروسته له هغې کوي، چې تېره میاشت د سعودي عربستان د تیلو په دوه چاڼ ځایونو بریدونه وشول او سعودي او امریکا یې پړه پر ایران واچوله خو ایران دا خبره په کلکه رد کړه.
جمهورخبري آژانس:کابل