ملګرو ملتونو د افغانستان په لوېدیځ کې د بې ځایه شویو کورنیو په ځانګړي ډول د ماشومانو پر وضعیت اندېښنه ښودلې ده.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) وايي، چې په دې زون کې د ماشومانو د خوندیتوب لپاره جدي مرستو ته اړتیا ده.
اوچاپه یوې اعلامیې کې ویلي، په هرات کې د بې ځایه شویو کورنیو په غیررسمي کمپونو کې د ماشومانو وضعیت د اندېښنې وړ دی.
دغې ادارې د بېځایه شوو ماشومانو کار کولو د هغوی ودولو او ترې ناوړې استفادې ته په په اشارې ویلي، چې په دې کمپونو کې د ماشومانو د ساتنې د مرستو زیاتولو ته اړتیا ده.
د ملګرو ملتونو د شمېرو په اساس، نږدې ۸۵زره بېځایه شوي وګړي، چې په ۲۰۱۸ او ۲۰۱۹ کلونو کې د وچکالۍ له امله بېځایه شوي دي، لا هم په هرات ولایت کې په اوو غیررسمي کمپونو کې ژوند کوي.
اوچا ویلي چې دغو کمپونو ته د مرستو رسولو لړۍ د روان کال په جون کې (شاوخوا څلور میاشتې مخکې) درول شوې ده، خو د دغې ادارې د اعلامیې پر اساس هغه کسان چې په دغو کمپونو کې ژوند کوي مرستو ته اړتیا لري.
اوچا د ژمي رارسېدلو او د هوا سړېدو ته په اشارې زیاته کړې، چې په دې کمپونو کې یو شمیر کورنۍ له سرپناه پرته ژوند کوي او اړتیا ده چې د هغوی د ستونزو د حل لپاره تلپاتې او بیړنۍ لارې چارې ولټول شي.
جمهورخبري آژانس:کابل