سیمه ییز چارواکي وايي، فاریاب ولایت کې د سړک د غاړې یوه بمي چاودنه کې شپږو تنو ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې پېښه پرون چهارشنبې د تلې ۱۷ مه د فاریاب ولایت په المار ولسوالۍ کې رامنځ ته شوې ده.
د فاریاب امنیه قومانداني وايي، ولسي وګړي په یوه فیلډر موټر کې له مرکز میمنې د المار په لور روان و، چې د لارې په اږدو کې د طالبانو له خوا اېښودل شوي ماین پرې چاودنه کړې.
سرچینه زیاتوي، په دغه چاودنه کې درې ملکي وګړي وژل شوي او درې نور ټپیان شوي دي، چې ټپیان د درملنې په موخه روغتون ته لېږدول شوي.
چارواکو د چاودنې مسوولیت د طالبانو په غاړه اچولی، خو طالبانو تر اوسه غبرګون نه دی ښودلی.
جمهورخبري آژانس:فاریاب