۰
جنرال پټریاس:

طالبان جګړه نه پېږدي امریکا باید افغانستان کې پاتې شي

پنجشنبه ۱۸ میزان ۱۳۹۸ ساعت ۱۱:۲۱
په افغانستان او عراق کې د بهرنیو ځواکونو پخواني عمومي قوماندان جنرال ډیویډ پټرایس ویلي، طالبان جګړه نه پرېږدي او امریکا باید په افغانستان کې پاتې شي.
طالبان جګړه نه پېږدي امریکا باید افغانستان کې پاتې شي
په افغانستان او عراق کې د بهرنیو ځواکونو پخواني عمومي قوماندان جنرال ډیویډ پټرایس ویلي، طالبان جګړه نه پرېږدي او امریکا باید په افغانستان کې پاتې شي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې پټریاس چې یو وخت د امریکا د پوځ مشر هم و، زیاته کړې، چې له طالبانو سره د امریکا مذاکراتو ګټه نه ده کړې او اوس اړتیا ده، چې امریکا په افغانستان کې اوږد مهاله حضور وساتي.

د هغه په وینا، هېڅ داسې شواهد نشته، چې وښيي طالبان رښتیا هم له جګړې لاس اخیستونکي او سولې ته غاړه اېښودونکي دي.

نوموړي ویلي، ولسمشر ټرمپ ته یې مشوره دا ده، چې که په افغانستان کې د امریکا تلپاتې اډې لرل امکان ونه لري، نو لږ تر لږه هڅه دې وشي، چې اوږدمهاله حضور وساتل شي.

جنرال پټریاس په ټینګار سره ويلي د اوږد مهاله حضور اړتیا ځکه ده، چې له طالبانو سره خبرې مؤثرې نه وې او طالبان به له تاوتریخوالي لاس وانخلي.

هغه دا مشوره هم ورکړې، چې له افغانستان څخه د وتلو په تړاو هره پریکړه د امریکا د ملي امنیت له ادارې سره په مشوره وشي.

نوموړي ټینګار کړی چې امریکا باید د افغان پوځ په پیاوړتیا کې مهم رول او ژمنې عملي کړي چې د طالبانو د ځپلو لوړ توان پیدا کړي.

دغه پخواني امریکايي جنرال زیاته کړې افغان ځواکونه لا هم د طالبانو په بریدونو کې وژل کېږي، امریکا او نړیوال ایتلاف باید د دوی تجهیز او روزنه په ښه شکل سره وکړي.

جنرال پټریاس په داسې حال کې د امریکايي حضور د دوامداره ساتلو خبره کوي چې له طالبانو سره د امریکا مذاکرات مات شوي او دغه هېواد پر طالبانو د فشار واردولو ګواښ او ټینګار کړی دی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي