۱
ملګري ملتونه:

د امریکا په هوايي بریدونو کې ملکي افغانانو ته مرګ ژوبله اوښتې

چهارشنبه ۱۷ میزان ۱۳۹۸ ساعت ۱۳:۲۰
ملګرو ملتونو په یوه راپور کې تایید کړې، چې د افغانستان فراه او نیمروز ولایتونو کې د امریکا په هوايي بریدونو کې ملکي افغانانو ته مرګ ژوبله اوښتې وه.
د امریکا په هوايي بریدونو کې ملکي افغانانو ته مرګ ژوبله اوښتې
ملګرو ملتونو په یوه راپور کې تایید کړې، چې د افغانستان فراه او نیمروز ولایتونو کې د امریکا په هوايي بریدونو کې ملکي افغانانو ته مرګ ژوبله اوښتې وه.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ملګرو ملتونو په یوه راپور کې چې همدا نن چهارشنبې د تلې ۱۷ مه خپور شوی ویلي، امریکا د ۲۰۱۹ کابل د مې په پنځه د فراه په بکوا او د نیمروز په درلارام ولسوالیو کې هوايي بریدونه کړي وو.

سرچینه زیاتوي، امریکا دغه هوايي بریدونه د نشه يي توکو د تولید پر مرکزونو تر سره کړي وو، چې ملکي وګړو ته هم په کې مرګ ژوبله اوښتې ده.

په خپاره شوي راپور کې تایید شوې، چې په دې هوایي بریدونو کې د ۱۴ ماشومانو او یوې ښځې په ګډون ۳۹ ملکي افغانانو ته مرګ ژوبله اوښتې وه.

د ملګرو ملتونو په راپور کې ویل شوي په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو د څیړنو په اساس، په دغو بریدونو کې غیرنظامیانو ته زیان نه دی رسېدلی او هغه اقتصادي اهداف چې د جګړې د یوې غاړې له جګړه‌یزو موخو سره مرسته کوي د امریکا د اوږدمهالې پالیسۍ پر اساس مشروع نظامي موخې بلل کېږي.

خو د ملګرو ملتونو د راپور په اساس نړیوال منل شوي بشري قوانین، دا ډول اقتصادي او مالي مراکز چې د جګړې د یوه اړخ له جنګي هڅې سره مرسته کوي، ملکي اهداف ګڼي.

ملګرو ملتونو ویلي، د نشه يي توکو مرکزونه او ورسره تړلي کارکونکي، کېدی شي مشروع اهداف ونه بلل شي او باید خوندي وي.

په راپور کې ټینګار شوی، چې دغو اهدافو او افرادو ته د نظامي موخوپه توګه کتل، پهخطرناک ډول د توپیر اساسي اصول له منځه وړي او په لویه کچه ملکي خلک او بنسټونه له خطر سره مخامخ کوي.

په راپور کې سپارښتنه شوې، چې د مخدره موادو د غیرقانوني فعالیت د مخنیوي لپاره د نظامي عملیاتو پرځای، چې ملکي وګړي له ګواښ سره مخامخ کوي، باید قانوني اقدامات وشي.

په افغانستان کې میشتو امریکايي ځواکونو تر اوسه د ملګرو ملتونو راپور ته غبرګون نه دی ښودلی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي