۰

پاکستاني او چنايي قاچاقبران د افغانستان له کانونو غلا کوي

چهارشنبه ۱۷ میزان ۱۳۹۸ ساعت ۰۸:۰۴
سیمه ییز چارواکي وايي، پاکستاني او چنايي قاچاقبران د محلي زرواکانو په مرسته د ننګرهار د ګوشتې ولسوالۍ له معدنونو قیمتي توکي غلا کوي.
پاکستاني او چنايي قاچاقبران د افغانستان له کانونو غلا کوي
سیمه ییز چارواکي وايي، پاکستاني او چنايي قاچاقبران د محلي زرواکانو په مرسته د ننګرهار د ګوشتې ولسوالۍ له معدنونو قیمتي توکي غلا کوي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې چارواکي وایي، دغه قاچاق وړوړنکي وروسته دغه مواد له ډېورنډ کرښې پورې غاړې ته وړي.

د ګوشتې ولسوال حاجي غالب امریکا غږ ته په مرکه کې تایید کړې، چې پاکستاني او چینایي قاچاقبران د دې ولسوالۍ قیمتي معدن او ډبرې بلې غاړې ته قاچاق کوي.

نوموړي زیاته کړې، چې په دغه قاچاق کې سیمه ییز زورواکان هم لاس لري او نورو بهرنیو قاچاقبرانو ته هم همدوی د قاچاق لار برابره کړې ده.

هغه په خپلو خبرو کې ویلي«په دوی کې پاکستانیانو نه علاوه، زموږ ملېشې هم لاس لري، د اجمل وزیري په نامه د ډېورنډ کرښې هاخوا ته یو وزیرستانی تبعه د قاچاقبرانو مشر دی، حتی چینایان دلته راځي او قاچاق کوي او د کانونو قیمتي ډبرې غلا کوي.»

حاجي غالب وايي، که څه هم په وروستیو عملیاتو کې دوه غټ کانونو د قاچاقبرانو له واکه ایستل شوي او د دولت تر ولکې لاندې دي، خو ځینې نور لا هم د قاچاقبرانو په لاس کې دي.

د ننګرهار د کانون او پټرولیم د ریاست د معلوماتو پر اساس په ګوشته کې چې د ډیورنډ د کرښې په اوږدو کی پرته ده پنځه غټ او په لسکونو واړه کانونه ثبت شوي دي.

خو یاد ریاست وايي، په یاده ولسوالۍ کې د قیمتي ډبرو په قاچاق تر اوسه خبر نه دي، ولې په دې اړه به پلټنې وکړي.

د دغه ریاست مشر نصرت الله اکرامي دا نه دي ویلي، چې ننګرهار کې څومره کانونه شته او د چا په لاس کې دي، خو وايي، اوس چا ته د دغه قانونو د استخراج قراردادونه نه ورکول کېږي.

د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوږیاڼی هم ویلي  دوی به په دې اړه پلټنې کوي او د کانونو د شمیر او معدنو د قاچاق په اړه چې کومې شمیرې د ګوشتې ولسوال ښودلي دې هغې په اړه به د اسنادو غوښتنه کوي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي