۰
د سرپل چارواکي:

هغه طالب سرګروپ و وژل شو، چې د رایې ورکونکو ګوتې یې پرې کولې

سی شنبه ۱۶ میزان ۱۳۹۸ ساعت ۱۰:۳۵
سیمه ییز چارواکي وایي، پولیسو په سرپل ولایت کې د طالبانو هغه سرګروپ وژلی، چې د ولسمشریزو ټاکنو د رایې ورکوونکو ګوتې یې پرې کولې.
هغه طالب سرګروپ و وژل شو، چې د رایې ورکونکو ګوتې یې پرې کولې
سیمه ییز چارواکي وایي، پولیسو په سرپل ولایت کې د طالبانو هغه سرګروپ وژلی، چې د ولسمشریزو ټاکنو د رایې ورکوونکو ګوتې یې پرې کولې.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې چارواکي زیاتوي، وژل شوی طالب وسله وال قاري ناصر نومېده او د سرپل په سنچارک ولسوالۍ په توپخانه سیمه کې یې پوسته جوړه کړې.

د سرپل د پولیسو ویاند نور آقا فیضي وايي، دغه طالب سرګروپ نه یوازې له خلکو پیسې اخیستې بلکې غوښتل یې د هغه کسانو ګوتې هم پرېکړي، چې په تېرو ټاکنو کې یې رایه ورکړې ده.

نوموړی زیاتوي، چې په همدې سیمه کې افغان ځواکونو عملیات وکړل، چې په ترڅ کې یې قاري ناصر و وژل شو او دوه نور ملګري یې ټپیان شوي دي.

وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

جمهورخبري آژانس:سرپل
 
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي