۰

ننګرهار کې د داعش ۷ غړي نیول شوي دي

سی شنبه ۱۶ میزان ۱۳۹۸ ساعت ۰۹:۵۰
سیمه ییز امنیتي چارواکي وايي، پولیسو په ننګرهار ولایت کې د طالبانو د یوه کلیدي غړي په ګډون ۸ داعشیان نیولي دي.
ننګرهار کې د داعش ۷ غړي نیول شوي دي
سیمه ییز امنیتي چارواکي وايي، پولیسو په ننګرهار ولایت کې د طالبانو د یوه کلیدي غړي په ګډون ۸ داعشیان نیولي دي.

د جمور آژانس د خبر له مخې د کورنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې ویلي، دغه داعشیان او طلب د ننګرهار ولایت په بېلا بېلو برخو کې نیول شوي دي.

سرچینه زیاتوي، چې د امنیه قوماندانۍ د ترهګرۍ ضد پولیسو په دغه عملیاتو کې د داعش ۷ غړي نیولي، چې په بېلا بېلو ترهګریزو او تخربي فعالیتونو کې یې لاس درلود.

خبرپاڼه وايي نیول شوي کسان د داعش ډلېد اکمالاتو مهم کسان و او داعش جنګیالیو ته یې وسلې او مهمات هم برابرول.

په ورته وخت کې کورنیو چارو وزارت وایي، د ننګرهار په خوږیاڼو ولسوالۍ کې د میرآغا په نوم د وسله والو طالبانو یو کلیدي کس نیول شوی دی.

داعش او طالبانو په دې اړه څه نه دي ویلي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي