۰

ولسمشر غني جاپاني الاصله افغان ډاکټر ناکامورا وستایه

سی شنبه ۱۶ میزان ۱۳۹۸ ساعت ۰۷:۴۰
ولسمشر غني د افغانستان د اوبو د مدیریت او د کرنیزې ودې په برخه کې د جاپاني الاصله افغان ډاکټر ناکامورا د هڅو او فعالیتونو ستاینه کړې ده.
ولسمشر غني جاپاني الاصله افغان ډاکټر ناکامورا وستایه
ولسمشر غني د افغانستان د اوبو د مدیریت او د کرنیزې ودې په برخه کې د جاپاني الاصله افغان ډاکټر ناکامورا د هڅو او فعالیتونو ستاینه کړې ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ښاغلي غني پرون دوشنبې د تلې ۱۵ مه ډاکټر ناکامورا په ارګ کې مېلمه کړی او ورته یې ویلي افغانستان ویاړي چې نوموړي ته د افغانانو لپاره د ترسره کړیو خدمتونوله کبله تابعیت ورکوي.

دغه راز ولسمشر د انکشافي او کرنیزو پروژو په تطبیق کې د جاپان د کړیو مرستو مننه وکړه او زیاته یې کړه افغانانو د جاپان له تجربو څخه ګڼو برخو کې استفاده کړې ده.

په ورته وخت کې ډاکټر ناکامورا هم له ولسمشر څخه مننه کړې او ویلي یې دي جاپان د یو دوست هېواد په توګه د افغانستان لاسنیوي ته هر کله چمتو دی.

ډاکټر ناکامورا په ننګرهار کې مېشت د جاپان د مرستو همغږی کوونکی او مسوول کس دی چې په خلکو کې خورا محبوبیت لري او په ختیځ کې یې ګڼې پروژې تطبیق کړې دي.

د یادونې ده، چې افغان حکومت ښاغلي ناکامورا ته د هغه د خدمتونو له کبله افتخاري تابعیت هم څو میاشتې وړاندې ورکړ.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي