۰
ولسمشر غني:

ښايي د پنځو نورو کلونو لپاره هم ولسمشر شم، طالبانو سره سوله قوي ضمانت غواړي

سی شنبه ۱۶ میزان ۱۳۹۸ ساعت ۰۷:۲۸
ولسمشر محمد اشرف غني وايي، د بریالیتوب ادعا نه کوي، خو ښايي د پنځو نورو کلونو لپاره هم د افغانستان ولسمشر شي.
ښايي د پنځو نورو کلونو لپاره هم ولسمشر شم، طالبانو سره سوله قوي ضمانت غواړي
ولسمشر محمد اشرف غني وايي، د بریالیتوب ادعا نه کوي، خو ښايي د پنځو نورو کلونو لپاره هم د افغانستان ولسمشر شي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ولسمشر دغه څرګندونې د المان له دیر شپیګل اونیزې سره مرکه کې کړې دي.

نوموړي ټینګار کړی، چې د بري ادعا نه کوي او دا په افغانانو پورې اړه لري، خو ښې نښې شته چې کېدای شي د پنځو کلونو لپاره نور هم د افغانستان ولسمشر شي خو زیاتوي، چې پایلو ته انتظار دی.

د دې تر څنګ ولسمشر غني دا هم ویلي، چې که په ولسمشرۍ ټاکنو کې بریالی نه شي بېرته به خپلې پخوانی دندې ته چې ښوونه ده ستون شي.

بل خوا ولسمشر له طالبانو سره د سولې په اړه ویلي، چې له دغه ډلې سره تر یوه قوي او اوسپنیز ضمانت پرته سوله د منلو وړ نه ده.

ولسمشر د دې پوښتنې په ځواب کې، چې په حکومت کې د طالبانو د ګډون په اړه سره کرښه څه ده ویلي، چې له طالبانو سره هر جوړجاړی باید پر د افغانستان اساسي قانون، بشري حقونو، دیموکراسۍ او د ښځو حقوقو ته د درناوي او منلو په ضمانت ولاړ وي.

ښاغلي غني وايي، له دې پرته د سولې خبرې بې مانا دي او افغان حکومت او ان افغاني ټولنه به له قوي او اوسپنیز ضمانت پرته په هېڅ صورت دې ته غاړه کېنږدی، چې طالبان حکومت کې شامل شي.

ده ویلي«ما په ژوند کې له ثبوت پرته پر چا باور نه دی کړی، ژمنه باید د ژمنتیاو په بشپړېدو رامنځ ته شي.»

ولسمشر ویلي، په واضح توګه باید و وايي، چې طالبانو ته به تسلیم نه شي او په وینا یې که چېرې طالبان په دې فکر وي، چې کابل ته به ننوځي او د افغانستان ټول پرمختګونه به بېرته شا ته وګرځي، نو دوی کاملآ تېروتنه کوي.

د هغه په خبره طالبانو د تاوتریخوالي په زیاتولو سره هڅه وکړه وښي، چې د سولې تړون د دوی د بري په مانا دي او ګویا افغان ځواکونو او حکومت ماته خوړلې، خو په وینا یې افغانستان ویتنام نه دی، چې له کابله خلک د تښتې لپاره په چورلکو پورې ونښلوي.

افغان ولسمشر ټینګار وکړ، چې طالبان کولی شي رول ولري، خو بایدپه ټاکنو کې ګډون وکړي، د خلکو ملاتړ له ځان سره ولري او په حکومت کې ځان ته ځای پیدا کړي.

ولسمشر زیاته کړه، طالبانو د تلې د شپږمې په ولسمشریزه ټاکنو کې خپل ځان و ازمویه چې د خلکو په منځ کې له ملاتړ څخه برخمن دي که نه.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي