۰

بدخشان کې د طالبانو دوه نظامي مسولان وژل شوي

دوشنبه ۱۵ میزان ۱۳۹۸ ساعت ۱۰:۵۸
سیمه ییز چارواکي د بدخشان ولایت د شهدا او بهارک ولسولیو لپاره د وسله والو طالبانو د نظامي مسولانو د وژل کېدو خبر ورکړی دی.
بدخشان کې د طالبانو دوه نظامي مسولان وژل شوي
سیمه ییز چارواکي د بدخشان ولایت د شهدا او بهارک ولسولیو لپاره د وسله والو طالبانو د نظامي مسولانو د وژل کېدو خبر ورکړی دی.

د جمهور آزانس د خبر له مخې د بدخشان ولایت مطبوعاتي دفتر په خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، دغه دوه طالب قوماندانان د بدخشان په وردوج ولسوالۍ کې وژل شوي دي.

خبرپاڼه وايي، مولوي محمد داود خالد د شهدا او برکت الله ارشد د بهارک لپاره د طالبانو نظامي مسوولان وو، چې په یوه هوايي برید کې و وژل شول.

سرچینه زیاتوي، چې د طالبانو دغو دوه پوځي مشرانو له کلونو راهیسې په سیمه کې په خلکو ظلمونه کول.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي