۰
ناټو:

کمېسيون کې د رایو شمېرل وخت غواړي، نوماندان د حوصله وکړي

دوشنبه ۱۵ میزان ۱۳۹۸ ساعت ۰۹:۲۲
په افغانستان کې د ناټو ملکي استازي نیکولاس کې وايي، د ټاکنو خپلواک کمیسیون کې د رایو شمېرل ساده کار نه دی بلکې وخت او حوصله غواړي.
کمېسيون کې د رایو شمېرل وخت غواړي، نوماندان د حوصله وکړي
په افغانستان کې د ناټو ملکي استازي نیکولاس کې وايي، د ټاکنو خپلواک کمیسیون  کې د رایو شمېرل ساده کار نه دی بلکې وخت او حوصله غواړي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخط په افغانستان کې د ناټو ملکي استازي نیکولاس کې پرون د ټاکنو خپلواک کمیسیون ته ورغلی او هلته یې د رایو د شمېرنې له پروسې کتنه کړې ده.

نوموړي ویلي د ټاکنو خپلواک کمیسیون د شفافو ټاکنو ډاډ ورکوي، د رایو شمېرنې پروسه هم ډاډمنه بولي او وایي، تر دې دمه کارونه په سمه توګه مخ ته ځي.

هغه پر نوماندانو او د ټاکنو په برخه کې پر فعالو بنسټونو غږ کړی چې له زغم کار واخلي او د ټاکنو خپلواک کمیسیون ته اجازه ورکړي چې شفافیت تضمین کړي.

په ورته وخت کې د ټاکنو خپلواک کمیسیون هم وایي چې دوی شفافیت ته ژمن دي او هېڅ وخت به د تېرو ټاکنو ترخې تجربې تکرار نه کړي.

دغه کمېسیون هم په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې کابل کې د ناټو او انګلستان سفیران پرون کمېسیون ته ورغلي و او د کمېسیون د رهبرۍ غړو سره یې د ولسمشریزه ټاکنو پر څرنګوالي خبرې اترې وکړې.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي