۰

د ۳۳ میلیونه کلدارو غله نیول شوي دي

دوشنبه ۱۵ میزان ۱۳۹۸ ساعت ۰۷:۴۰
سیمه ییز امنیتي چارواکي وایي، پولیسو په کندهار ولایت کې د ۳۳ میلیونه پاکستانۍ کلدارو غله نیولي دي.
د ۳۳ میلیونه کلدارو غله نیول شوي دي
سیمه ییز امنیتي چارواکي وایي، پولیسو په کندهار ولایت کې د ۳۳ میلیونه پاکستانۍ کلدارو غله نیولي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د کندهار د امنیه قوماندانۍ ویاند جمال ناصر بارکزی وایي، دغه دوه تنه غله پرون یکشنبې د تلې ۱۴ مه د کندهار ښار د دریمې حوزې د پولیسو له خوا نیول شوي دي.

نوموړی وایي، یادو کسانو په همدې ورځ د کندهار د صرافۍ له مارکېټ څخه د سواګرو ۳۳۰ لکه کلدارې غلا کړې وې.

د هغه په وینا دغه کلدارې غزني ولایت ته لېږدول کېدې، چې یادو غلو غلا کړې وې او وروسته د پولیسو له خوا ونیول شول.

د کندهار د امنیه قوماندانۍ ویاند زیاتوي، چې پیسې له غلو اخستل شوې او اصلي خاوندانو ته یې سپارل شوې دي.

بل خوا د کندهار پولیسو په ډنډ ولسوالۍ کې هم هغه څلور تنه غله نیولي، چې له خلکو یې په زور موټر سایکلونه اخیستل.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي