۰

طالبانو له خلیلزاد سره لیدنه تایید کړه، وايي ژر به د سولې خبرې بیا پيل شي

دوشنبه ۱۵ میزان ۱۳۹۸ ساعت ۰۷:۳۴
نیویارک ټایمز ورځپاڼې ته دوه طالب چارواکو د افغان سولې لپاره د امریکا د ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د لیدنې پخلی کړی خو ویلي یې دي دغه لیدنه غیر رسمي وه.
طالبانو له خلیلزاد سره لیدنه تایید کړه، وايي ژر به د سولې خبرې بیا پيل شي
نیویارک ټایمز ورځپاڼې ته دوه طالب چارواکو د افغان سولې لپاره د امریکا د ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د لیدنې پخلی کړی خو ویلي یې دي دغه لیدنه غیر رسمي وه.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د طالبانو د قطر دفتر دوه غړیو دغه ورځپاڼې ته له خلیلزاد سره تر لیدنې وروسته دا هم ویلي، چې تمه ده، ژر له امریکا سره د سولې خبرې بیا پیل شي.

په ورته وخت کې پاکستاني رسنیو هم ویلي، چې کېدای شي د امریکا او طالبانو تر منځ خبرې بیا پیل شي، خو طالبان ښایي پر خپل پخواني دریځ ودرېږي.

د طالبانو پخوانی دریځ له افغانستان د ټولو بهرنیو ځواکونو وتل او له افغان حکومت سره مخامخ خبرې او اوربند نه کول و، خو ځینې شنونکي وايي، که خبرې بیا پیلېږی، د امریکا لومړی شرط ښایي اوږد مهاله اوربند وي.

افغان حکومت هم ویلي، که له طالبانو سره د سولې خبرې بیا پیلېږي، نو دا ځل به لومړی شرط اوربند وي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، د افغان حکومت له ګډون پرته د سولې هر ډول خبرې به بې پایلې وي او دغه راز یې له طالبانو سره د خبرو د پیل لومړی شرط سراسري اوربند یاد کړی دی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي