ملي دفاع وزارت وايي، د فاریاب ولایت د شرین تګاب ولسوالۍ لپاره د طالبانو نومول شوی ولسوال د افغان ځواکونو په یوه هوايي برید کې و وژل شو.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دفاع وزارت نن یکشنبې د تلې ۱۴ مه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، وژل شوی طالب ولسوال نور آغا وثیق نومېده.
خبرپاڼه وايي، ملا نور آغا وثیق په یوه سراچه موټر کې سپور وو او د شرین تګاب ولسوالس د شش پر کلي ته روان و، چې د افغان هوايي ځواک الوتکې په نښه کړ.
سرچینه زیاتوي، چې په دغه هوايي برید کې د ملا وثیق تر څنګ د هغه څلور نور ملګري هم وژل شوي، چې د طالبانو مهم کسان وو.
دفاع وزارت وايي، په وژل شویو کسانو کې د طالبانو د عشر او ذکات ټولولو مسوول ملا شاه ولي مشهور په سعادت او د سرې قطعې یو سرګروپ ملا هدایت الله هم شامل دي او دوه نور یې ساتونکي دي.
طالبان تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
جمهورخبري آژانس:کابل