د غزني د ولایتي شورا غړي وایي، دغه ولایت کې د وسله والو طالبانو له خوا برمته شوي ۳۵ تنه ځوانان لا هم نه دي خوشي شوي او د طالبانو لاس کې دي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې چارواکي وايي، طالبانو د تېرې پنشنبې په ورځ د غزني ولایت د خواجه عمري ولسوالۍ له ده حاجي سیمې ۳۵ ځوانان له ځان سره رشيدانو ولسوالۍ ته بېولي دي.
د غزني د والي ویاند محمد عارف نوري وایي، دا چې افغان ځواکونو یاده سیمه کې پر طالبانو هوايي بریدونه او عملیات وکړل، ښايي په همدې دلیل یې د یاد کلي خلک برمته کړي وي.
خو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
په ورته وخت کې د غزني د ولایتي شورا غړي محمد رحیم حسن یار
جمهور خبري آژانس ته و ویل، طالبانو دغه کسان له دولت سره د همکارۍ په تور نیولي، په داسې حال کې، چې ټول بې ګناه او ملکي وګړي دي.
نوموړي و ویل، چې مرکزي او ولایتي حکومت د دغه کسانو د خلاصون لپاره تر اوسه کوم پوځي اقدام نه دی کړی او لا هم د طالبانو په لاس کې دي.
د هغه په وینا سیمه ییز حکومت هڅه وکړه، چې د قومي مشرانو او سپین ږیرو پر مټ دغه کسان له طالبانو راخلاص کړي خو تر اوسه دغه هڅو کومه مثبته پایله نه ده ورکړې.
جمهورخبري آژانس:غزني