۰

شپېته افغان سرتېري مسکو ته د پوځي زده کړو لپاره ځي

پنجشنبه ۱۱ میزان ۱۳۹۸ ساعت ۱۳:۵۰
د کورنیو چارو وزارت وايي، ټاکل شوې شپېته تنه افغان سرتېري د پوځي زده کړو لپاره مسکو ته ولېږل شي.
شپېته افغان سرتېري مسکو ته د پوځي زده کړو لپاره ځي
د کورنیو چارو وزارت وايي، ټاکل شوې شپېته تنه افغان سرتېري د پوځي زده کړو لپاره مسکو ته ولېږل شي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه وزارت زیاتوي، یاد شمېر سرتېري به مسکو کې عصري پوخي کړې کوي او ترې هغې وروسته به هېواد ته راستنېږي.

په همدې تړاو مراسمو ته کابل کې د روسیې سفیر الکساندر ماتیتسکي هم ورغلی و او ویې ویل، چې مسکو له افغان حکومت سره په بېلا بېلو برخو کې مرستې کوي او تمه لري، چې په دغه هېواد کې تل پاتې سوله او ثبات رامنځ ته شي.

هغه مسکو ته د تلونکو سرتېرو په اړه و ویل، هیله لري، چې د دغه سرتېرو د بېرته راستنېدو پر مهال افغانستان ته سوله راغلې وي او ټول خلک په امن فضا کې ژوند وکړي.

کابل کې د روسیې سفیر الکساندر ماتیتسکي له افغانستان سره په پوځي برخه کې د روسیې پر لا ډېرو همکاریو ټینګار وکړ.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي