۰

طالبان: له خلیلزاد سره خبرو ته چمتو یو

پنجشنبه ۱۱ میزان ۱۳۹۸ ساعت ۰۹:۴۳
قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین ویلي، که د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازي زلمی خلیلزاد وغواړي، طالب پلاوی چمتو دی، چې ورسره وګوري.
طالبان: له خلیلزاد سره خبرو ته چمتو یو
قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین ویلي، که د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازي زلمی خلیلزاد وغواړي، طالب پلاوی چمتو دی، چې ورسره وګوري.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د ملا عبدالغني برادر په مشرۍ د طالبانو یو پلاوی او د خلیلزاد په مشرۍ امریکایي پلاوی د پاکستان پلازمېنه اسلام آباد کې دي.

خلیلزاد او ورسره پلاوی د تېرې سه شنبې په ورځ اسلام آباد ته رسېدلي، خو د طالبانو پلاوی پرون چهارشنبې د تلې ۱۰ مه د پاکستان په رسمي بلنه اسلام آباد ته ورسېده.

تر اوسه معلومات نشته، چې طالب پلاوي له پاکستاني چارواکو سره کتلي که نه خو قطر کې د طالبانو د دفتر ویاند سهیل شاهین وایي، طالب پلاوی به د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت له لوړ پوړو چارواکو سره وګوري.

نوموړي زیاته کړې، چې پاکستان ته د طالبانو د سفر اجنډا پر ګډوالو او او له امریکا سره د مذاکراتو پر درېدو را څرخي او غواړي په همدې موضوعاتو له پاکستاني چارواکو سره وګوري.

په ورته وخت کې شاهین دا هم ویلي، که خلیلزاد وغواړي دوی چمتو دي، چې اسلام آباد کې ورسره وګوري او خبرې وکړيږ
د طالبانو د قطر دفتر ویاند ویلي، طالبان د افغان جګړې پر سوله ییز حل باور لري او غواړي دې مسئلې ته له سوله ییزو لارو د پای ټکی کېږدي.

طالبان پر داسې مهال له خلیلزاد سره کتنې او خبرو ته چمتوالی ښي، چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ له طالبانو سره د سولې خبرې لغوه کړې دي.

خو اسلام آباد ته په یوه وخت د طالبانو او خلیلزاد تګ ته په اشارې دا وړاندوینې زیاتې شوې، چې ښایي د امریکا او طالبانو تر منځ خبرې بیا پیل شي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت هم ویلي، طالبان یې د دې لپاره بللي، چې د سولې د خبرو تېر پړاوونه و ارزول شي او د مذاکراتو د بیا پیل لپاره زمینه برابره شي.

جمهورخبري آژانس:کابل


 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي