د ملګرو ملتونو امنیت شورا د افغانستان له ولسمریزه ټاکنو د هر کلي تر څنګ پر نوماندانو غږ کړی، چې قوانینو او د ټاکنو کمېسیون پرېکړې ته د درناوی وکړي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې امنیت شورا په یوه خبرپاڼه کې ویلي، د افغانستان ولسمشریزه ټاکنې د ولسواکۍ او دایمي پرمختګ لپاره مهم ګام و.
په خبرپاڼه کې امنیت شورا د ټاکنو په ورځ د افغانانو، د ټاکنیز بهیر د کارکوونکو، افغان ځواکونو او څارونکو زړورتیا ستایلې ده.
د ملګرو ملتونو امنیت شورا وايي، افغانانو په سختو او له امنیتي ګواښونو سره سره ټاکنو کې ګډون وکړ او د خپل هېواد د راتلونکي لپاره هیله من دي.
سرچینې په ټینګار سره هیله څرګندنه کړې، چې د ټاکنو کمېسیون دې شفافیت او قوانینو ته په کتو او درناوي باید خپلې چارې مخ ته یوسي.
په ورته وخت کې د ملګرو ملتونو امنیت شورا د ولسمشرۍ په نوماندانو هم غږ کړی، چې قوانینو او د کمېسیون پرېکړې ته درناوی وکړي.
خبرپاڼه کې ویل شوي، نوماندان باید هغه هوکړې عملي، چې له ټاکنو کمېسیون سره یې لاسلیک کړې او د کمېسیون پرېکړو ته باید په تمه شي.
د ملګرو ملتونو امنیت شورا پر داسې مهال په نوماندانو دغه غږ کوي، چې ځینو انتخاباتي ټیکټونو او مشرانو یې له وړاندې د بریا ادعاوې کړې دي.
خو ملګرو ملتونه وایي، نوماندان باید د کمېسیون پرېکړو ته درناوی وکړي، او د هغوی له خوا د وروستیو پایلو ته اعلانېدو پورې انتظار او له وخته وړاندې څرګندونو څخه ډډه وکړي.
جمهورخبري آژانس:کابل