اسلام آباد ته د طالبانو د قطر دفتر د پلاوی له سفر سره سم د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي، طالبان یې د سولې په پار اسلام آباد ته وربللي دي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت نن پنشنبې د تلې ۱۱ مه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، طالبان مو د دې لپاره رابللي، چې د سولې تېر پړاوونه و ارزو او د بیا پیل لپاره یې سلا مشورې وکړو.
خبرپانه وايي، طالبان به د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي سره پر همدې موضوع خبرې وکړي او هڅه به کېږي، چې د خبرو د بیا پيل لپاره زمینه برابره شي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت دا څرګندونې پر داسې مهال کوي، چې د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد هم د امریکايي پلاوي په مشرۍ اسلام آباد کې دی.
پاکستاني رسنیو راپورونه ورکړي، چې کېدای شي، نن خلیلزاد، پاکستاني چارواکي او د طالبانو استازي سره وګوري او پر افغان سوله خبرې وکړي.
جمهورخبري آژانس:کابل