د مخابراتي خدمتونو د تنظیم اداره یا اترا وایي، وسله والو طالبانو د افغانستان په شمال کې د مخابراتي شبکو ۱۵ پایې الوځولې دي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د اترا مرستیال نقیب الله سېلاب زیاتوي، چې د طالبانو په دې کار سره د څلورو ولایتونو، کندوز، تخار، بدخشان او سمنګانو تلېفوني خدمات پرې شوي دي.
نوموړي وایي، د ۱۵ تخریب شویو مخابراتي پایو څخه ۵ یې ډېرې مهمې دي، چې هم زیات لښګت پرې شوی او هم یې د پوښښ ساحه پراخه وه.
د هه په وینا ځینو پایو ۲۵۰ زره امریکايي ډالر ارزښت درلود، چې اوس یې د بېره رغولو لپاره د اترا تخنیکي ټیمونه سیمو ته تللي او تمه ده ژر ستونزه حل شي.
دغه پر طالبانو غږ کړي، چې د مخابراتي خدمتونو د فعالیت مخه دې نه نیسي.
په ورته وخت کې خو د یوې مخابراتې شبکې یو ولایتي مسوول د نوم نه ښودلو په شرط رسنیو ته ویلي، طالبانو له ټاکنو وروسته په شمال کې ۳۰ مخابراتي پایې له منځه وړې دي.
د یادونې ده، چې طالبانو له وړاندې مخابراتي شبکو ته ګواښ کړی و چې د ټاکنو په ورځ دې خپل خدمات پرې کړي، خو دولت هم مخابراتي شبکو ته ګواښ کړی و که یې د ټاکنو په ورځ مخابراتي خدمات پرې کړل جوازونه به یې ورلغوه کړي.
جمهورخبري آژانس:کابل