د افغانستان د ملي امنیت شورا سلاکار حمدالله محب د ملګرو ملتونو عمومي غونډې په څنډه کې د یاد سازمان له عمومي منشي انتونیو ګوتریش سره لیدلي دي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د امنیت شورا له دفتره خپره شوې خبرپاڼه وایي، په دغه لیدنه کې دواړو لورو د افغانستان د سولې او ولسسمشرۍ ټاکنو په اړه خبرې اترې کړې.
سرچینه زیاتوي، د ملګرو ملتونو عمومي منیشي د افغانستان د سولې او ټاکنو له پروسو هر ډول ملاتړ اعلان کړی دی.
خبرپاڼه وايي،د ملي امنیت سلاکار ډاکټر حمدالله محب د افغان سولې بهیر او د جمهوري ریاست له ټاکنو د ملګرو ملتونو د ملاتړ ستاینه او قدر داني وکړه.
د یادونې ده، چې محب پرون د ملګرو ملتونو په عمومي غونده کې هم وینا وکړه او یو ځل بیا یې پر طالبانو غږ وکړ، چې سوله وکړي او له جګړې لاس واخلي.
هغه و ویل، چې د سولې دروازې لا هم د طالبانو پر مخ خلاصې دي، خو په وینا یې که طالبان سوله نه کوي، د افغان ځواکونو له خوا به سخت وځپل شي او د جګړې میدان به بایلي.
د ملي امنیت سلاکار پر نړیوالې ټولنې هم غږ وکړ، چې د افغان سولې او د ترهګرۍ پر وړاندې مبارزه کې له افغانستان سره خپل ملاتړ ته دوام ورکړي، ځکه په وینا یې له ترهګرۍ سره مبارزه ګډو هڅو ته اړتیا لري.
جمهورخبري آژانس:کابل