۰

طالبانو کاپیسا کې د ټاکنو کمېسیون د برمته کسانو د خوشي کولو ژمنه کړې

سی شنبه ۹ میزان ۱۳۹۸ ساعت ۱۰:۰۵
د پروان سیمه ییز چارواکي وايي، وسله والو طالبانو ژمنه کړې، چې په دغه ولایت کې د ټاکنو کمېسیون تښتول شوي کارکوونکي به خوشي کړي.
طالبانو کاپیسا کې د ټاکنو کمېسیون د برمته کسانو د خوشي کولو ژمنه کړې
د پروان سیمه ییز چارواکي وايي، وسله والو طالبانو ژمنه کړې، چې په دغه ولایت کې د ټاکنو کمېسیون تښتول شوي کارکوونکي به خوشي کړي.

د پروان د امنیه قوماندانۍ ویاند محمد محفوظ ولي زاده جمهور خبري آژانس ته و ویل، چارواکو د دې لپاره چې د ټاکنو کمېسیون برمته شویو کسانو ته زیان ونه رسېږي، تر اوس یې د خلاصون په اړه پوځي اقدام نه دی کړي.

نوموړي زیاته کړه، چې دوه ورځې وړاندې د کمېسیون د تښتولو کسانو د خلاصون لپاره ۲۵ تنه ځايي سپین ږیر طالبانو ته ورغلي او د دغه کسانو د خوشي کولو غوښتنه یې ترې کړې.

د پروان د امنیه قوماندانۍ د ویاند په وینا طالبانو د سپین ږیرو دغه پلاوی ته ژمنه ورکړې، چې تر راتلونکې پنشنبې یا جمعې پورې به نیو شوي کسان خوشي کړي.

هغه د ټاکنو کمېسیون د نیول کېدو په اړه و ویل، چې دوی له امنیتي ارګانونو سره له همغږۍ پرته شینوارو ولسوالۍ ته تللي وو، چې طالبانو نیولي.

د پروان د امنیه قومانداني ویاند وایي، طالبانو څلور تنه برمته کړي، خو د ټاکنو خپلواک چارواکي وايي، طالبانو د دغه کمېسیون ۲۶ کارکوونکي نیولي دي.

جمهورخبري آژانس:محمد رقیب فیاض
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي