۰
ملټري ټایمز:

افغان ځواکونه تر بل هر وخت پیاوړي شوي، خو جګړې هم زور موندلی

سی شنبه ۹ میزان ۱۳۹۸ ساعت ۰۸:۵۸
ملټري ټایمز مجلې د امریکايي چارواکو له قوله ویلي، چې افغان ځواکونه تر بل هر وخت پیاوړي شوي، خو ورسره جګړه هم زیاته شوې ده.
افغان ځواکونه تر بل هر وخت پیاوړي شوي، خو جګړې هم زور موندلی
ملټري ټایمز مجلې د امریکايي چارواکو له قوله ویلي، چې افغان ځواکونه تر بل هر وخت پیاوړي شوي، خو ورسره جګړه هم زیاته شوې ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې مجلې په یوه مطلب کې لیکلي په تېره بیا افغان ځانګړي او کمانډو ځواکونه په ډېرو عملیاتو کې برخه اخلي او د ناټو خاص ملاتړ له ځان سره لري.

د مجلې په وینا که څه هم افغان ځواکونه پیاوړي شوي، خو تر ځنګ یې په افغانستان کې د جګړې ډګر هم د بل هر وخت په پرتله تود شوی.

امریکايي چارواکو دغه مجلې ته ویلي، چې د افغان پوځ د روزنې ماموریت دوام لري او د دغه پوځ ملاتړ هم ډېر شوی دی.

ملټري ټایمز لیکي امریکايي او افغان ځواکونه په ګډه د جګړې په لیکو کې طالبان ځپي او له امله یې د ملکیانو تلفات هم ډېر شوي دي.

خو د لیکنې په پای کې وايي، د جګړې د حل لپاره باید سیاسي لار پیدا شي او پر نظامي لارو ډېر ټینګار د هېچا په ګټه نه دی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي