۰
اوچا:

افغانستان د بشرپاله مرستندویانو لپاره تر ټولو خونړی هېواد دی

سی شنبه ۹ میزان ۱۳۹۸ ساعت ۰۸:۲۶
د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږیو دفتر یا اوچا افغانستان د نړۍ په کچه د بشرپاله مرستندویانو لپاره تر ټولو خونړي هېواد اعلان کړی دی.
افغانستان د بشرپاله مرستندویانو لپاره تر ټولو خونړی هېواد دی
د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږیو دفتر یا اوچا افغانستان د نړۍ په کچه د بشرپاله مرستندویانو لپاره تر ټولو خونړي هېواد اعلان کړی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې اوچا په خپل تازه راپور کې ویلي، د ۲۰۱۹ کال د جنورۍ له لومړۍ نېتې د سپټمبر تر ۱۱ مې پورې په افغانستان کې پر بشري مرستندویانو ۳۱۹ پېښې ثبت شوې دي.

په راپور کې راغلي، چې دغه پېښې نمايي یې په مستقیم او غیر مستقیم ډول د بشرپاله مرستندویانو پر وړاندې د تاوتریخوالي دي او یا د هغوی پر مهال او امکاناتو بریدونه دي.

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږیو دفتر زیاتوي، چې په دغه موده کې ۲۸ بشرپاله مرستندویان وژل شوي، ۳۱ ټپیان دي او ۳۳ نور تښتول شوي دي.

په راپور کې ویل شوي، دغه بریدونو نه یوازې د اړمنو افغانانو ستونزو ته لاسرسی کم کړی، بلکې د بشرپالو ډلو لخوا خلکو ته د خدمتونو او مرستو رسولو کار یې هم له خنډ سره مخ کړی دی.

د راپور پر بنسټ کابل او کندهار د بشرپاله مرستندویالو لپاره د نورو ولایتونو په پرتله تر ټولو خونړي دي، چې ۳۱ پېښې په کې ثبت شوې دي.

دغه راز راپور کاږي، چې ننګرهار کې بیا ۲۹ او بلخ  کې ۲۰ پېښې شوې دي چې دا ولایتونه د خونړیتوب له پلوه په دویم او دریم مقام کې راځي.

د یاد دفتر په راپور کې خبرداری ورکړل شوی، چې که نا امنۍ او تاوتریخوالی همداسې دوام وکړي، په افغانستان کې به سږ کال ۶ اعشاریه ۳ میلیونه اړمن کسان لا زیات بد حالت سره لاس و ګرېوان شي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي