۰
حوا علم نورستاني:

وړې او غټې ستونزې شته خو بیا هم د ټاکنو بهیر ښه مخ ته روان دی

شنبی ۶ میزان ۱۳۹۸ ساعت ۱۱:۵۶
د ټاکنو د خپلواک کمېسیون مشره حوا علم نورستاني وایي، سره له دې، چې ځینې امنیتي او تخنیکي ستونزې شته خو له دې سره سره د ټاکنو د رایې ورکولو بهیر په خورا ښه شان روان دی.
وړې او غټې ستونزې شته خو بیا هم د ټاکنو بهیر ښه مخ ته روان دی
د ټاکنو د خپلواک کمېسیون مشره حوا علم نورستاني وایي، سره له دې، چې ځینې امنیتي او تخنیکي ستونزې شته خو له دې سره سره د ټاکنو د رایې ورکولو بهیر په خورا ښه شان روان دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې مېرمن نورستاني نن شنبې د تلې شپږمه غرمه مهال د دواړو کمېسیونو له غړیو سره ګډ خبرې کنفرانس کې و ویل، چې دا یوه تاریخي مرحله ده او له ولس څخه یې غوښتنه ده، چې په دغه ملي پروسه کې برخه واخلي او خپل برخلیک وټاکي.

نوموړي د کمېسیون له ولایتي همکارانو په ځانګړې توګه د کندهار د ټاکنو کمېسیون له مشر څخه ځانګړې مننه وکړه، چې ستونزې له منځه وړي او مخ ته ځي.

هغې و ویل، چې د کندهار د احمدشاه بابا د رایې ورکولو په مرکز کې چاودنه شوې وه خو د دغه ولایت د کمېسیون رییس تر لږ ځنډ وروسته بېرته دغه مرکز فعال او د رایې ورکولو بهیر په کې پیل شو.

نورستاني له افغان امنیتي ځواکونو هم مننه وکړه، چې د ټاکنو امنیت یې تامین کړی خو له دې سره سره یې و ویل، چې ځینې وړې امنیتي ستونزې شته.

د هغې په وینا هغه اوازې چې ولسمشر له وړاندې ټاکل شوی دروغ وبللې او له خلکو یې یو ځل بیا غوښتنه وکړه، چې په ټاکنو کې ګډون وکړي او د خپل هېواد برخلیک وټاکي، ځکه د خلکو رایه ارزښت لري.

حوا علم نورستاني د هغه ټاکنیزو معلوماتو په اړه چې کمېسیون له ولایتونو تر سره کړي، ویل، چې ټول ۷۵ سلنه مرکزونه خلاص دي او په ځینو ولایتونو کې د دې له امله چې هلته تلېفوني شبکې پرې دي، معلومات نه دي تر لاسه شوي.

د ټاکنو کمېسیون د دارالانشا ریسس هم و ویل، چې له ۴۹۴۲ مرکزونو څخه ۴۰۱۴ یې خلاص دي او د ځینو نورو په اړه چې هلته تلېفوني اړیکې نشته، معلومات نه لري خو کمېسیون هڅه کوي، هلته هم معلومات تر لاسه او وروسته یې معلومات له خلکو سره شریک کړي.

د ټاکنو د خپلواک کمېسیون رییسې و ویل، چې د کمېسیونوټول همکاران شفافو ټاکنو ته ژمن دي او تر دې مهال کمېسیون د ټاکنو له بهیر څخه راضي دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي