۰

په ولایتونو کې د ټاکنو حال، د رایې ورکولو بهیر نورمال روان دی

شنبی ۶ میزان ۱۳۹۸ ساعت ۰۸:۴۳
د هېواد په ۳۴ ولایتونو کې نن شنبې د تلې ۶ مه د ۱۳۹۸ کال د ولسمشرۍ ټاکنو بهیر په رسمي ډول پیل شوی او د ساعت په تېرېدو سره د رایو د مرکزونو په لور د خلکو ګڼه ګوڼه مخ په زیاتېدو ده.
په ولایتونو کې د ټاکنو حال، د رایې ورکولو بهیر نورمال روان دی
د هېواد په ۳۴ ولایتونو کې نن شنبې د تلې ۶ مه د ۱۳۹۸ کال د ولسمشرۍ ټاکنو بهیر په رسمي ډول پیل شوی او د ساعت په تېرېدو سره د رایو د مرکزونو په لور د خلکو ګڼه ګوڼه مخ په زیاتېدو ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د رایې ورکولو بهیر د سهار له اووبجو پیل شو، چې لومړي کابل کې د ټاکنو کمېسیون مشرې او چارواکو او ورپسې ولسمشر غني، د هغه مرستیال او اجرائیه رییس ډاکترعبدالله هم خپله رایه وکاروله.

د خوښي خبره دا ده، چې تر اوسه د کابل په ګډن له هېڅ ولایت څخه هم د کومې ناوړه امنیتي پېښې راپور نه دی ورکړل شوی او د رایې ورکولو بهیر په نورمال شکل دوام لري.

د دې تر څنګ د ټاکنو په اړه تر اوسه د کومې ستونزې د رامنځ ته کېدو راپور هم نه دری ورکړل شوی خو ځینو ولایتونو کې واړه واړه شکایتونه دا دي، چې د رایو مرکزونه په لږ ځنډ پرانستل شوي او په ځینو ځایونو کې هم د رایه ورکوونکو په نوملړ کې څه ستونزې شته.

له لوېدیځ زون هرات، بادغیس، فراه، نیمروز څخه راپورونه دي، چې دلته ځینې انتخاباتي مرکزونه په لږ څه ځنډ پیل شوي او د خلکو ګډون تر اوسه کمه دي، خو کومه بله ستونزه نشته.

دغه راز په سویلي زون زابل، کندهار، اروزګان او هلمند ولایتونو کې هم د رایو ورکولو مرکزونه پرانستل شوي او ویل کېږي، چې د خلکو ګډون تر لوېدیځ زون څه ښه دی او د ټاکنو لپاره ښه تیاری نیول شوی دی.

همدارنګه په غزني، پکتیا، پکتیکا او خوست ولایتونو کې هم د رایې ورکولو ټول مرکزونه پرانستل شوي، خو یوازې د پکتیا په زرمت ولسوالۍ کې چې تر ډېره د طالبانو فعالیتونه په کې شته، د ټاکنو پر وړاندې څه ستونزې شته دي.

ختیځ ننګرهار، کونړ، لغمان او نورستان ولایتونو کې هم سهار ۷ بجې د رایو ورکولو مرکزونه پرانستل شوي، خو هلته بیا د نورو ولایتونو خلاف ویل کېږي، د خلکو ګډون خورا زیات دی او ان خلک تر ټاکلي وخت یونیم ساعت وړاندې د رایو مرکزونو مخې ته په لیکه کې ولاړ وو.

د هېواد له شمالي ولایتونو هم د ټاکنو په تړاو راپورونه دا دي، چې هلته هم د سهار له ۷ بجو مرکزونه پرانستل شوي، خو په ځینو سیمو کې په لږ ځنډ ځینې مرکزونه پرانستل شوي.

په دغه ولایتونو کې هم د رایې ورکولو بهیر په نورمال شکل روان دی خو ویل کېږي، چې د خلکو ګډون په کې تر اوسه کم رنګه دی ولې د ساعت په تېرېدو ګڼه ګوڼه مخ پر زیاتېدو ده.

کابل کې هم د سهار له ۷ بجو مرکزونه پرانستل شوي او تر اوسه پورې د کومې لویې ستونزې او یا هم کومې پېښې راپور نه دی ورکړل شوی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي