۰

ولسمشر غني رایه وکاروله، او د ټاکنو پر شفافیت یې ټینګار وکړ

شنبی ۶ میزان ۱۳۹۸ ساعت ۰۸:۱۳
افغان ولسمشر محمد اشرف غني هم په اماني لېسه کې خپله رایه وکاروله او د رایې کارولو پر مهال یې خبرو کې د ټاکنو پر شفافیت ټینګار وکړ.
ولسمشر غني رایه وکاروله، او د ټاکنو پر شفافیت یې ټینګار وکړ
افغان ولسمشر محمد اشرف غني هم په اماني لېسه کې خپله رایه وکاروله او د رایې کارولو پر مهال یې خبرو کې د ټاکنو پر شفافیت ټینګار وکړ.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ولشمشر غني و ویل، چې په ټاکنو کې درغلي جرم دی او په اساسي قانون کې دا جرم روښانه شوی دی.

نوموړي ټینګار وکړ، چې د درغلې مخه نیول د هر افغان دنده ده او ټول باید د درغلۍ مخه ونیسي تر څو د ټاکنو شفافیت تضمین شي.

ښاغلي غني زیاته کړه، چې د ټاکنو کمېسون د کمېشنرانو ټاکلو کې یې یوازې یوه رایه درلوده او دې کمېشنرانو ټاکلو کې ټولو نوماندانو یو ډول رول درلود.

ولسمشر غني د رایې ور کولو مرکز کې د نن ورځې ټاکنې د جمهوریت تضمین او تاییدونکې وبللې ویې ویل، چې ټاکنې نن خلاصېږي او د پنځو کلونو لپاره به یو حکومت ولرو.

نوموړي د افغان د ټاکنو لپاره د افغان ولس او افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو قربانۍ او هڅې وستایلې او ویې ویل، چې په ټاکنو کې ګډون ملي ګټو ته ژمنتیا ده.

ښاغلي غني د ټاکنو پر شفافیت د ټینګار تر څنګ له داخلي او نړیوالو څارونکو وغوښتل، چې په دقت او جدیت سره ټاکنې وڅاري تر چې د ټاکنو شفافیت تضمین شي.

ولسمشر و ویل، چې په ټاکنو کې هر ډول درغلي، جرم د اساسي قانون خلاف او هېچا ته د منلو نه ده او په دې برخه کې د رسنیو او څارونکو رول ډېرمهم دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي