۰
روسیه:

د ترهګرۍ ګواښ د منځه وړلو لپاره له افغانستان سره د بهرنیو مرستو ته اړتیا ده

پنجشنبه ۴ میزان ۱۳۹۸ ساعت ۰۹:۰۸
روسیه وايي، د ترهګرۍ د ګواښ او د ترهګرو د لمنځه وړلو لپاره اړتیا ده، چې له افغانستان سره د بهرنیو مرستې او همکارۍ دوام ولري.
د ترهګرۍ ګواښ د منځه وړلو لپاره له افغانستان سره د بهرنیو مرستو ته اړتیا ده
روسیه وايي، د ترهګرۍ د ګواښ او د ترهګرو د لمنځه وړلو لپاره اړتیا ده، چې له افغانستان سره د بهرنیو مرستې او همکارۍ دوام ولري.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه څرګندونې د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاروف د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په غونده کې د وینا پر مهال کړې دي.

نوموړي ویلي، چې د افغانستان شمالي ولایتونو شاید د ترهګرو ډلو لپاره د نوي پسرلي په فرصت بدل شي، نو له همدې کبله د دغه هېواد سره د بهرنیو مرستو ته اړتیا ده.

دی وایي، د شوروي بلاک او د شانګهای د همکاریو سازمان باید خپل ټول پام له افغانستانه راپورته کېدونکو ګواښونو باندې ورټول کړي، ځکه له دغه هېواد څخه شمالي اسیا ته د داعش ګواښ ډېرپه جدیت سره متوجه دی.

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف ټینګار کړی، چې له همدې ګواښونو سره د مبارزې لپاره اړتیا ده، چې له افغانستان سره بهرنۍ مرستې وشي.

لاوروف وايي، ، تېرو تجربو ثابته کړې  چې له افغانستان سره د مرکزي آسیا د اقتصادي همکاریو د پراختیا هیڅ پلان د امنیتي ګواښونو له حل پرته پلی کېدای نه شي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي