۰

پوځي چارواکو شمال کې د ۱۱۳ طالبانو د وژل کېدو خبر ورکړ

چهارشنبه ۳ میزان ۱۳۹۸ ساعت ۱۰:۰۱
په شمال کې د پوځ چارواکي وايي، د افغان ځواکونو په هوايي بریدونو کې ۱۶۳ وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
پوځي چارواکو شمال کې د ۱۱۳ طالبانو د وژل کېدو خبر ورکړ
په شمال کې د پوځ چارواکي وايي، د افغان ځواکونو په هوايي بریدونو کې ۱۶۳ وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د پوځ ۲۰۹ شاهین قول اردو نن چهارشنبې د تلې ۳ مه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، افغان ځواکونو په دریو ولایتونو سرپل، جوزجان او فاریاب کې پر طالبانو هوايي بریدونه کړي.

سرچیه زیاتوي، چې په دې عملیاتو کې د څو مهمو قوماندانانو په ګډون ۱۱۳ وسله وال طالبان وژل شوي او ۵۰ تنه نور ټپیان شوي دي.

خبرپاڼه کې ویل شوي، په عملیاتو کې ۵۲ موټر سایکلونه، ګڼ شمېر وسلې او مهمات او څو پټنځایونه یې په مکمل ډول له منځه وړل شوي دي.

وسله والو طالبانو په دې اړه څه نه دي ویلي.

جمهورخبري آژانس:شمال
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي