سیمه ییز امنیتي چارواکي وايي، کندهار ولایت کې د محمد اشرف غني په مشرۍ د دولت ساز ټیم د ټاکنیز کمپاین پر دفتر د ماین چاودنه شوې.
د جمهور آژنس د خبر له مخې د کندهار د امنیه قوماندانۍ ویاند جمال ناصر وايي، چاودنه پرون د تلې ۲ مه ماښام مهال شاوخوا اته بجې د دولت ساز ټیم په دفتر کې وشوه.
نوموړي زیاته کړه، چې په دغه چاودنه کې درې تنه وژل شوي او اوه نور ټپیان شوي، چې د درملنې لپاره روغتون ته لېږدول شوي دي.
د هغه په وینا چاودنه د ماین له امله رامنځ ته شوې او دغه ماین د کندهار ښار د څوارلسمې امنیتي حوزې اړوند سیمه کې د دولت ساز ټیم د دفتر په دېوال نښلول شوی وو.
دی وایي، په وژل شویو کسانو کې یو ماشوم او به ټپیانو کې یوه مېرمن هم شامله ده، چې ټول ولسي وګړي دي.
تر اوسه د چاودنې مسوولیت چا نه دی اخیستی.
جمهورخبري آژانس:کندهار