۰

پکتیا کې ماین چاودنې شپږ پولیس او ملکي وګړي وژلي

یکشنبه ۳۱ سنبله ۱۳۹۸ ساعت ۱۴:۳۳
سیمه ییز امنیتي چارواکي وايي، پکتیا ولایت کې د سړک د غاړې ماین چاودنه کې درې ملکي وګړي او درې سرحدي پولیس وژل شوي دي.
پکتیا کې ماین چاودنې شپږ پولیس او ملکي وګړي وژلي
سیمه ییز امنیتي چارواکي وايي، پکتیا ولایت کې د سړک د غاړې ماین چاودنه کې درې ملکي وګړي او درې سرحدي پولیس وژل شوي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې چاودنه نن یکشنبې د وږي ۳۱ مه سهار مهال د پکتیا ولایت د ډنډ پټنان ولسوالۍ د مقبلو درې د حسن خېلو په سیمه کې رامنځ ته شوې.

د پکتیا د امنیه قوماندانۍ ویاند سردارولي تبسم وایي، چاودنه په یاده سیمه کې د ولسي وګړو په سراچه موټر شوې ده.

نوموړي زیاته کړې سرحدي پولیسو په دغه موټر کې له ملکیانو سره یو ځای سفر کاوه، چې پر موتر یې چاودنه شوې ده.

د هغه په وینا په دغه چاودنه کې درې سرحدي پولیس او درې ملکي وګړي وژل شوي دي او د پېښې په اړه پلټنې روانې دي.

راپورونه وایي، په چاودنه کې وژل شوي ملکي وګړي درې واړه د یوې کورنۍ غړي وو.

تر اوسه د دغه چاودنې مسوولیت چا نه دی اخیستی.

جمهورخبري آژانس:پکتیا

 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي