۰
د ولسمشرۍ یو نوماند:

حکومت مو د کمپاینونو خنډ دی، ټاکنې د وځندول شي

یکشنبه ۳۱ سنبله ۱۳۹۸ ساعت ۱۴:۱۹
د ولسمشرۍ ټاکنو یو نوماند عنایت الله حفیظ ادعا وکړه، چې حکومت د دوی د ټاکنیزو مبارزو پر وړاندې خنډونه جوړي او کمېسیون باید ټاکنې وځندوي.
حکومت مو د کمپاینونو خنډ دی، ټاکنې د وځندول شي
د ولسمشرۍ ټاکنو یو نوماند عنایت الله حفیظ ادعا وکړه، چې حکومت د دوی د ټاکنیزو مبارزو پر وړاندې خنډونه جوړي او کمېسیون باید ټاکنې وځندوي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې حفیظ نن یکشنبې د وږي ۳۱ مه کابل کې د یوې خبري غونډې پر مهال و ویل، چې حکومت نوماندانو ته د ټاکنیزو مبارزو امنیت نه دی خوندي کړی چې له امله یې د نوماندانو ټاکنیزې هڅې په سمه توګه نه دي تر سره شوې.

نوموړي و ویل، چې له همدې امله باید د ټاکنو کمېسیون لږ تر لږه د ټاکنو نېټه له ۱۰ تر ۲۰ ورځو پورې نوره هم وځنډوي، تر چې نوماندان خپلې ټاکنیزې مبارزې په سمه توګه تر سره کړي.

د هغه په وینا حاکم ټیم د دې له وېرې چې د دوی رایې کمې نه شي نورو نوماندانو ته امکانات په واک کې ونه ورکوي، چې نورو ولایتونو ته ولاړ شي او کمپاین وکړي.

دی وایي، ځینې نوماندانو چې ولایتونو ته سفرونه کړي او غونډې یې نیولې دا یې په خپله کړې او حکومت ورسره هېڅ ډول مرسته نه ده کړې.

عنایت الله حفیظ خبرداری ورکړ، چې که د تلې شپږمې ولسمشریزه ټاکنې په همدې ډول تر سره شي، نو دوی ته به یې پایلې د منلو نه وي.

د ولسمشرۍ دغه نوماند د خپلو خبرو په پای کې د محمد اشرف غني په مشرۍ د دولت جوړونې ټاکنیز ټیم په ټاکنو کې پر لاسوهنې او مهندسۍ تورن کړ.

جمهورخبري آژانس:محمد رقیب فیاض
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي