۰

عمران خان بیا ټرمپ ته ورځي، پر افغان سوله او کشمیر خبرې ورسره کوي

یکشنبه ۳۱ سنبله ۱۳۹۸ ساعت ۱۰:۱۱
ټاکل شوې د پاکستان لومړی وزیر عمران خان یو ځل بیا د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ته ورشي او پر افغان سوله خبرې ورسره وکړي.
عمران خان بیا ټرمپ ته ورځي، پر افغان سوله او کشمیر خبرې ورسره کوي
ټاکل شوې د پاکستان لومړی وزیر عمران خان یو ځل بیا د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ته ورشي او پر افغان سوله خبرې ورسره وکړي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې پاکستاني رسنیو ویلي، خان به د ملګرو ملتونو تر عمومي غونډې یوه ورځ مخکې له ټرمپ سره وکړي.

سرچینه زیاتوي، خان به له ټرمپ سره پر افغان سوله خبرې وکړي او له هغه به وغواړي، چې له طالبانو سره د سولې خبرې بېرته پیل کړي.

دغه راز پاکستاني رسني وایي، عمران خان به د کشمیر پر مسئله هم له امریکايي چارواکو سره خبرې ولري.

د یادونې ده، چې عمران خان تر دې وړاندې سعودي عربستان ته هم تللی او د دغه هېواد له پاچا ملک سلمان بن عبدالعزیز او ولیعد محمد بن سلمان سره یې هم کتلي دي.

باید و ویل شي، چې د ملګرو ملتونو عمومي غونډه د سه شنبې په ورځ جوړېږي او په هغه کې د ملګرو ملتونو د غړو هېوادونو استازي او ولسمشران ګډون کوي.

په دې غونډه کې د هغو هېوادونو ولسمشران هم ګډون کوي چې په دې وروستیو کې یې اړیکې ترینګلې شوې دي.

د سعودي عربستان، ایران، روسیې، چین، هند او پاکستان مشران به هم په دې غونډه کې حضور ولري.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي