۰

حوثي یاغیانو سعودي عربستان ته د سولې وړاندیز کړی

یکشنبه ۳۱ سنبله ۱۳۹۸ ساعت ۰۹:۲۰
یمن کې د حوثي وسله والو ډلې یوې مشر سعودي عربستان د سولې او یو پر بل د نه برید کولو وړانديز کړی دی.
حوثي یاغیانو سعودي عربستان ته د سولې وړاندیز کړی
یمن کې د حوثي وسله والو ډلې یوې مشر سعودي عربستان د سولې او یو پر بل د نه برید کولو وړانديز کړی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د حوثیانو دغه مشر په یوه تلوېزیوني وینا کې ویلي، دوی سعودي عربستان ته وړاندیز کوي چې پر یو بل به بریدونه دروي او په دې توګه به د سولې لپاره نور اقدامات ترسره کوي.

نوموړي ویلي، چې د سولې او ښه نیت په موخه باید دواړه لوري په لومړي سر کې پر یو بل بریدونه بند کړي.

په ورته وخت کې ملګرو ملتونو د حوثیانو له دغه پیغام هرکلی کړی دی خو سعودي عربستان تر دې دمه په دې اړه څه نه دي ویلي.

حوثیانو داسې مهال دغه وړاندیز کړی چې د عربستان د تېلو پر چاڼځایونو بریدونو د ټولې نړۍ غبرګون پارولی دی.

حوثیانو د برید مسوولیت منلی دی، خو امریکا او سعودي عربستان یې د ایران کار بولي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي