د سولې په چارو کې د دولت وزیر سلام رحیمي وايي، افغان حکومت د نورو طالب زیاندانیانو په خوشي کولو غور کوي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې سلام رحیمي دغه څرګندونې پرون شنبې د وږي ۳۰ مه کابل کې د سولې د نړیوالې ورځې په نمانځنه کې کړې دي.
نوموړي زیاته کړې، چې د طالب بندیانو په لا زیاتو دوسیو څېړنې رانې دي او د خوشي کولو په اړه به یې ډېر ژر پرېکړه وشي.
دغه راز هغه و ویل، چې حکومت له طالبانو سره د سولې د مذاکراتو لپاره په ځینو نورو کارونو هم بوخت دی خو په دې برخه کې یې زیات جزیات ور نه کړل.
افغان حکومت پر داسې مهال د نورو طالب زندنیانو په خوشي کولو غور کوي، چې دوه میاشتې وړاندې یې هم د ۹۰۰ طالب زندانیانو د خوشي کولو امر کړی وو.
جمهورخبري آژانس:کابل