۰

افغان ځواکونو د غزني جغتو ولسوالي له طالبانو ونیوه

یکشنبه ۳۱ سنبله ۱۳۹۸ ساعت ۰۹:۰۲
ملي دفاع وزارت وایي، افغان ځواکونو وتوانېدل، چې له دوه کلن ځنډ وروسته د غزني ولایت جغتو ولسوالي تر خپل کنټرول لاندې راولي.
افغان ځواکونو د غزني جغتو ولسوالي له طالبانو ونیوه
ملي دفاع وزارت وایي، افغان ځواکونو وتوانېدل، چې له دوه کلن ځنډ وروسته د غزني ولایت جغتو ولسوالي تر خپل کنټرول لاندې راولي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې وزارت نن یکشنبې د وږي ۳۱ مه خپره کړې خبرپانه کې ویلي، افغان ځواکونو د دغه ولسوالۍ د نیولو لپاره پراخ عملیات پیل کړي و، چې په ترڅ کې یې ولسوالي له طالبانو ونیوه.

سرچینه زیاتوي، دغه ولسوالي له تېرو دوه کلونو راهیسې د وسله والو طالبانو په لاس کې وه خو د افغان ځواکونو د عملیاتو په پایله کې تر اخري بریده د طالبانو له شتون څخه پاکه کړی شوې ده.

په خبرپانه کې ویل شوي، په عملیاتو کې وسله والو طالبانو ته درنه مرګ ژوبله هم اوښتي، چې دقیق شمېره یې نشته او دغه راز ګڼ ماینونه هم شنډ کړی شوی دي.

دفاع وزارت وايي، د جغتو ولسوالۍ په آزادولو سره د غزني، مالستان، جاغوري، اجرستان او ناور ولسوالۍ هم له مرکز سره وتړل شوې او لارې یې خلاصې شوې.

د یادونې ده، چې دفاع وزارت وایي، غزني، کې د مبین په نوم پیل شویو عملیاتو لومړی او دوهم پړاو د ولسوالۍ په نیولو سره پای ته رسېدلي، خو درېیم پړاو یې چې چاڼیز عملیات دي لا هم دوام لري.

طالبانو تر اوسه د دغه ولسوالۍ د له لاسه وتو په اړه غبرګون نه دی ښودلی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي