۰

ازبکستان راتلونکو لسو کلونو لپاره د افغانستان برېښنا تامینوي

یکشنبه ۳۱ سنبله ۱۳۹۸ ساعت ۰۸:۵۱
د افغانستان د مالیې وزارت وايي، د ازبکستان او افغانستان ترمنځ د لسو کلونو لپاره د برېښنا د تامین قرار داد لاسلیک شو.
ازبکستان راتلونکو لسو کلونو لپاره د افغانستان برېښنا تامینوي
د افغانستان د مالیې وزارت وايي، د ازبکستان او افغانستان ترمنځ د لسو کلونو لپاره د برېښنا د تامین قرار داد لاسلیک شو.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه تړون د افغانستان د مالیې وزارت د سرپرست همایون قیومي او د ازبکستان د انرژۍ د وزیر له خوا لاسلیک شوی دی.

راپورونه وايي، د دې قرارداد له مخې  ازبکستان د راتلونکو لس کلونو لپاره پر افغانستان برېښنا پلوري.

همایون قیومي ویلي، ازبکستان تر نورو هېوادونو او تر پخوانیو قرار دادونو په ټيټه بیه پر افغان لوري برېښنا پلوري چې په دې توګه به د برېښنا په برخه کې ۶۰۰ میلیونه ډالر سپما شي.

د مالیې سرپرست وزیر د قیومي په خبره دغه قرار داد د لسو کلونو لپاره دی او د برېښنا د لېږد او نورو تاسیساتو د جوړولو لګښت هم پر ازبکستان دی.

په ورته وخت کې د ازبکستان د انرژۍ وزیر هم ویلي چې د راتلونکو لسو کلونو په اوږدو کې به ازبکستان د افغانستان برېښنا تامینوي او اړوند خدمات به یې وړاندې کوي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي