۰
د ولسي جرګې ځينې غړي:

د تدارکاتو ملي کمېته کې د فساد پر ضد باید جدي څېړنې وشي

شنبی ۳۰ سنبله ۱۳۹۸ ساعت ۱۴:۵۵
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له خوا د افغان حکومت د ملي تدارکاتو کمېټه کې د فساد شتون ته په اشارې د ولسي جرګې یو شمېر غړو په دې اړه د جدي پلټونو غوښتنه وکړه.
د تدارکاتو ملي کمېته کې د فساد پر ضد باید جدي څېړنې وشي
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له خوا د افغان حکومت د ملي تدارکاتو کمېټه کې د فساد شتون ته په اشارې د ولسي جرګې یو شمېر غړو په دې اړه د جدي پلټونو غوښتنه وکړه.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د جرګې ځینو غړو د نن شنبې وږي ۳۰ مې په غونده کې د امریکا له خوا د افغانستان سره د یوه اندازه مالي کمک بېرته ګرځول د افغان ولس په حق کې جفا وبلله.

د جرګې غړي خان آقا رضايي و ویل، حکومت چې د ټولګټو پروژو په برخه کې سلیقوي چلند کوي، پایله یې دا ده، چې امریکا بېرته خپلې مرستې واخیستې.

د هغه په وینا په حکومت کې د فساد او بې کیفایتۍ له امله د امریکا له لوري د مرستو بېرته اخستل د افغان ولس په حق کې ښکاره جفا ده.

د جرګې بل غړي عظیم کبرزاني هم و ویل، چې امریکا دغه مرستې کندهار کې د برېښنا پروژې لپاره ځانګړې کړې وې، خو حکومت کې د شته فساد او بې کیفایتۍ له امله د افغانانو له لاسه ووتلې.

نوموړي ټینګار وکړ، چې په دې اړه باید جدي څېړنې وشي، له حکومت او برېښنا شرکته وپوښتل شي، چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ولې دغه پیسې بېرته وګرځولې.

د ولسي جرګې بل غړي مهدي راسخ بیا په حکومت په ځانګړي ډول د تدارکاتو ملي کمېټه د فساد زړه او مرکز وباله، ویې ویل، چې ولسي جرګه باید یو پلاوی وټاکي او دا مساله جدي وڅېړي.

د جرګې دې غړو ویل چې د جرګې ځانګړی کمېسیون باید دا موضوع جدي وڅېړي او هغه کسان چې فساد کې لاس لري باید ولس ته یې افشا کړي.

د یادونې ده، چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو په یوه اعلامیه کې افغان حکومت ناکام او په فساد کې ښکېل بللی، چې په وینا یې له همدې امله امریکا ورسره ۱۶۰ میلیونه کېدونکې مرسته چې د برېښنايي پروژو لپاره ځانګړې شوې وه بېرته ګرځوي.

پمپیو ویلي، افغان حکومت نه شي کولی، هغه مرستې چې د امریکا له خوا ورسره کېږي په شفاف ډول مدیریت کړي.

جمهورخبري آژانس:عبدالله امیني
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي