۰
پاکستان:

که افغانستان ډېورنډ په رسمیت نه پېژني، نو د سولې خبرې به زیانمنې شي

شنبی ۳۰ سنبله ۱۳۹۸ ساعت ۱۴:۴۰
پاکستان وایي، که افغان حکومت د ډېورنډ کرښه په رسمیت نه پېژني نو دا مسئله به د افغان سولې روانې هڅې زیانمنې کړي.
که افغانستان ډېورنډ په رسمیت نه پېژني، نو د سولې خبرې به زیانمنې شي
پاکستان وایي، که افغان حکومت د ډېورنډ کرښه په رسمیت نه پېژني نو دا مسئله به د افغان سولې روانې هڅې زیانمنې کړي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې ادعا کړې، چې ډېورنډ د افغانستان او پاکستان تر منځ رسمي کرښه ده.

پاکستان دا هم ویلي، چې دا کرښه د ټولو نړیوالو له خوا هم د افغانستان او پاکستان تر منځ د رسمي پولې په توګه منل شوې ده.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په خبرپانه کې ټینګار شوی، که افغان حکومت ډیورنډ کرښه په رسمیت نه پېژني نو دا مسئله د سولې روانې خبرې زیانمنولی شي.

پاکستان دغه ادعا پر داسې مهال کوي، چې د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، ډېورنډ یوه فرضي کرښه ده او افغان حکومت هېڅ وخت په رسمیت نه ده پېژندلې.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي