په ۲۴ ساعتونو کې ۱۱۴ طالبان وژل شوي دي

30 سنبله 1398 ساعت 14:32

ملي دفاع وزارت په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د افغان ځواکونو په ځمکنیو او هوایي عملیاتو کې د لسګونو وسله والو طالبانو د مرګ ژوبلې خبر ورکړی دی.


ملي دفاع وزارت په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د افغان ځواکونو په ځمکنیو او هوایي عملیاتو کې د لسګونو وسله والو طالبانو د مرګ ژوبلې خبر ورکړی دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه وزارت نن شنبې د وږي ۳۰ مه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، افغان ځواکونو په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۲۴ یرغلیز، ۷۶ کمانډويي او ۳۲ هوایي عملیات تر سره کړي.

خبرپانه وايي، عملیات، په غزني، لوګر، کندهار، هلمند، فراه، نیمروز، ننګرهار، لغمان، قندوز او بدخشان ولایتونو کې تر سره شوي دي.

سرچینه زیاتوی، چې په دې عملیاتو کې د یوه قوماندان په ګډون ۱۱۴ وسله وال طالبان وژل شوي، ۸ تنه ټپیان او ۸ تنه ژوندي نیول شوي دي.

دفاع وزارت د خپل لوري د مرګ ژوبلې په اړه څه نه دي ویلي او نه هم طالبانو غبرګون ښودلی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 120581

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/120581/

جمهور
  https://www.jomhornews.com