ملي دفاع وزارت وايي، په زابل ولایت کې د وروستي خونړي موټر بم برید چې لسګونه کسانو ته په کې مرګ ژوبله واوښته، اصلي طراح ونیول شو.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دفاع وزارت نن شنبې د وږي ۳۰ مه په خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، د زابل د برید اصلي طراح په غزني ولایت کې د یو لړ عملیاتو په ترڅ کې نیول شوی دی.
خبرپاڼه وايي، کمانډو او د پولیسو ځانګړو ځواکونو په غزني ولایت کې عملیات وکړل، چې په ترڅ کې یې ۹ تنه وسله وال طالبان ونیول شول.
سرچینه زیاتوي، په نیول شویو کسانو کې درې تنه د ځانمرګو بریدونو تسهیل کوونکي او یو تن چې د زابل د تېرې پنشنبې د ورځې په خونړي برید کې یې مستقمآ لاس درلود شامل دي.
خبربانه وايي، ۳ تنه د ځانمرګو بریدونو زمینه برابروونکو په دوه مازدا موټر کې چاوېدونکي ځای پر ځای کړي و او غوښتل یې غزنی کې پرې خونړي بریدونه وکړي، چې د افغان ځواکونو له خوا ونیول شول.
د یادونې ده، چې زابل ولایت کې د تېرې پنشنبې په ورځ د زابل د ملکي روغتون څنګ ته ځانمرګی برید وشو، چې ۳۹ تنه و وژل شول او ۱۴۰ نور ټپیان شول.
د دغه برید نېږدې ټول قربانیان ملکي وګړی او په ځانګړي ډول روغتون کې شته ناورغان او د هغوی پایوازان وو.
د برید مسوولیت وسله والو طالبانو پر غاړه واخیست او ویلي یې وي، چې برید یې د ملي امنیت په ریاست کړی او ګڼو سرتېرو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده.
جمهورخبري آژانس:کابل