۰

امریکا سعودي عربستان ته سرتېري لېږي

شنبی ۳۰ سنبله ۱۳۹۸ ساعت ۰۹:۰۱
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د پنټاګون یا دفاع وزارت له هغه هوکړې سره موافقه کړې، چې پر بنسټ به یې امریکایي سرتېري سعودی عربستان ته ولېږل شي.
امریکا سعودي عربستان ته سرتېري لېږي
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د پنټاګون یا دفاع وزارت له هغه هوکړې سره موافقه کړې، چې پر بنسټ به یې امریکایي سرتېري سعودی عربستان ته ولېږل شي.

د جمهور آژنس د خبر له مخې د امریکا دفاع وزارت ویلي، ولسمشر ټرمپ سعودي عربستان ته د هوايي او د توغندیو د دفاع لپاره د امریکايي پوځيانو پر استولو هوکړه کړې ده.

د پنټاګون په وینا دا د سعودي عربستان د تېلو پر بنسټونو تر وروستي برید راپدېخوا د امریکا لومړنی غبرګون دی.

د یادونې ده، چې یوه اونۍ مخکې د سعودي پر دوو تېل چاڼ ځایونو بقیق او خریص بې پیلوټه الوتکو جلا بریدونه وکړل.

په یمن کې حوثيانو ویلي و، چې د سعودي عربستان د تېلو شرکت ارامکو اړوندو پر دوو بنسټونو ۱۰ بریدونه دوی کړي، خو امریکا او سعودي عربستان وايي، داسې هېڅ نښه او ثبوت نه شته چې ګني دا بریدونه د یمن له خاورې شوي وي.

سعودي چارواکو ویلي، چې په دې برید کې کارېدلي توغندي ایران کې جوړ شوي دي خو ایراني چارواکو د سعودي دا تور رد کړی او د حوثیانو خبرې یې تایید کړې دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي