۰
ټرمپ:

طالبانو اوربند نه کاوه، ما ویل نو ولې زحمت باسو، خبرې مې لغوه کړې

شنبی ۳۰ سنبله ۱۳۹۸ ساعت ۰۸:۳۳
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وايي، یوې باوري سرچینې ورته ویلي، چې طالبان پر خپل کړي کار چې اوربند یې ونه کړ، سخت پښېمانه دي.
طالبانو اوربند نه کاوه، ما ویل نو ولې زحمت باسو، خبرې مې لغوه کړې
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وايي، یوې باوري سرچینې ورته ویلي، چې طالبان پر خپل کړي کار چې اوربند یې ونه کړ، سخت پښېمانه دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ټءمپ په سپینه ماڼۍ کې د استرالیا له لومړي وزیر سکاټ موریسن سره د لیدنې پر مهال د یوې پوښتنې په ځواب کې دغه څرګندونې کړې.

نوموړي زیاته کړې، چې له طالبانو سره یې خبرو ته بشپړ چمتوالی درلود، خو کله چې پوه شو طالبان اوربند نه کوي نو لیدنه او د سولې خبرې یې لغوه کړې.

هغه ویلي«طالبان سره لیدو ته مې بشپړ چمتوالی درلود، خو کله چې پوه شوم هغوی
هغه ویلي«طالبان سره لیدو ته مې بشپړ چمتوالی درلود، خو کله چې پوه شوم هغوی اروبند نه کوي، نو ما ویل ولې زحمت باسو.»
اروبند نه کوي، نو ما ویل ولې زحمت باسو.»

د امریکا ولسمشر د یوې باوري سرچینې له قوله زیاته کړې، چې طالبان اوس په دغه کار سخت پېښمانه دي او وايي چې غټه غلتي یې کړې ده.

دی وایي، طالبانو ګمان کاوه د خلکو وژل د قوت نښه ده، په ځانګړې ډول کله چې هغوي دولس کسان ووژل او پدې دولسو وژل شویو کې یو ځوان امریکایي هم و.

ولسمشر ټرمپ یو ځل بیا ویلي، چې طالبان دومره سخت ځپل شوي او ګوزارونه پرې شوي، چې د جګړې په دې تېرو ۱۹ کلونو کې یې ساری نشته.

ټرمپ د دې په اړه چې خبرې به بیا شي که نه ویلي، ښه ده چې ملاقاتونه وشي ځکه په دې کار سره تاسو خپل مخالفین پېژنی.

د یادونې ده، چې د امریکا ولسمشر درې اوونۍ وړاندې له وسله والو طالبانو سره د سولې ۹ میاشتنۍ خبرې لغوه اعلان کړې او ویې ویل، چې نور دغه خبرې مړې دي.
جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي